Abaseen Yousafzai Awo Nizar Yousafzai Pa T10 Sharjah ke
>> YOUR LINK HERE: ___ http://youtube.com/watch?v=euX8KfhfADI
زه به جنت ته د پښتو سره ځم • ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ • دتیري جمعې په شپه چي کله د شارجي د کرکټ په میدان کښ د کرکټ سیالی پایې ته اورسیدۀ ــ • او مونږ د کرکټ له میدان سخه بهر را اوتو نو د پښتو نومړي شاعر ادیب پروفیسر اباسین صیب نه د پښتنو ځلمی په په دا ډول راتاؤ شول ـ لکه په شمع چي د پتنګانو جنګ وی ـ • هر ځلمی ورسره د میني سرګندونه کوله او د اباسین صیب سره په لاس ملاو وهلو به يی په مخ داسي یوه فاتحانه مسکا خوره شوه لکه یو میئن چي خپل مرام ته رسیدلي وی او د اباسین صیب سره په خپل موبایئل سلفی اخستل خو داسي وه لکه چي چا د کایئناتو د ټولو نه بي بها څیز موندلي وی ـ • دغه لړي تر دې حده او غزیده چي د شاجي پولیس دري واري کوشش اوکړو چي اباسین صیب له دغه ځایه سخه ډډي ته کړی ـ • او د هغو وینا وه چي د اباسین صیب دي ځايی کښ شتون په سړک کښ د ټریفک ستونزه جوړه کړي ده ـ • يو ځلمی هلک چي د اباسین صیب لاس یی ښکل کړو او خپلو سترګو سره يی اونیولو نو زه غلي پاتي نه شوم ـ • دغه ځلمي مي له لاسه اونیولو او ځان ته مي نزدي کړو ما ورته ویئل چي دا څوک دي او تا ورله دا لاسونه ولي ښکل ( مچی) کړل ـ • وویئل يی دا اباسین يوسفزي صیب دے ـ • دي پدي لاسونو مونږ له د پښتو شعرونه لیکی ـ • بس د دغه ماشوم دغه وینا څه وه چي د سترګو نه مي داسي اوښکي رواني شوي او زړه مي د خوشحالي نه ډک ډک شو ـ • اباسین صیب راباندي چي لکه پوهه شو راته مسکي شو ـ • تیره ورځ مي ورته ویئل چي اباسین صیب پښتو ډیره کلکه پښتنه ..پت پاله او ننګیاله ژبه ده ــ چا چي هم دي پښتو سره پت پاللي دي ـ • نو دي ژبي ورله بدل خلاص کړي دي دي ورسره پت پاللي دي .. ننګ يی پري کړي دے مینه یی ورسره کړي ده • چا چي هم دي ژبي ته درانه کتلی دی نو دي ژبي هغه دروند کړي دے ـ • ما خو ډیره مښکښ دا منلي ده چي ژبه مور وی او مور تل د پچو .د . ژوند.. عزت .. او شهرت زریعه ګرځی ــ • دا ډول مینه وال ما لیدلی وو چي په فلمی ستورو او لوبغاړو باندي به را ټولیدل ـ • خو په اول ځل مي اولیدل چي د پښتو ژبي په شاعر پښتانه ځلمی راټول دی او هغه سره يوه سلفی د خپل ځان د پاره اعزاز کڼی ـ • دا يو ښکلي او فکری بدلون دي • او دغه فکری بدلون دي الله تعالی لا ډير کړی او هم دغه زمونږه لویه قامی ګټه ده • څانګه به نن صبا کښ ګل شی • ما يی په سر کښ سرې غوټي لیدلی دینه • نظار يوسفزي • متحده عرب امارات • #Abaseenyousafzai • #Pukhtoonteam • #T10 • • #Nizaryousafzai • #Nizaryousafzaipashtopoetry • #Nizaryousafzaishamshad • #Nizaryousafzaiavtkhyber • #Khyber • #Pashtopoetry • #swabi • #Nizaryousafzaimumtazorakzai • #Karankhannizaryousafzai • #Haroonbacha
#############################
